د افغانستان د حکومت او طالبانو خبرې ځنډیدلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i92932-د_افغانستان_د_حکومت_او_طالبانو_خبرې_ځنډیدلي_دي
زمونږخبریال وايي د افغانستان د حکومت د مرکچي پلاوي یو غړی وايي، د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوي ترمنځ نن رسمي مذاکرات نه‌پیلېږي، خو د تماس ډله به سره بیا نن کېني.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 14, 2020 12:09 Asia/Kabul
  • د افغانستان د حکومت او طالبانو خبرې ځنډیدلي دي

زمونږخبریال وايي د افغانستان د حکومت د مرکچي پلاوي یو غړی وايي، د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوي ترمنځ نن رسمي مذاکرات نه‌پیلېږي، خو د تماس ډله به سره بیا نن کېني.

که څه هم تمه وه چې نن دوشنبه د افغان حکومت د مرکچي پلاوي او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي، خو اوس‌ د مذاکراتو پیل ځنډېدلی دی.

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي یو غړي د دوشنبې د ورځې په سهار د خپل نوم نه ښودو په شرط وویل، د مذاکراتو لپاره لا هم اجنډا نه‌ده بشپړه شوې او له همدې امله د خبرو اترو پیلیدل  هم ځنډیدلي دي .

سرچینه وایي، د تماس ډله به په خپله نننۍ ناسته کې د مذاکراتو پر اجنډا خبرې وکړي.

سرچینه په مذاکراتو کې د کېدونکو بحثونو د منځپانګې او تر خوا یې د خبرو د پیل د کره نېټې په اړه څه نه‌وايي.

طالبان هم د اجنډا په اړه دقیق معلومات نه‌ورکوي، خو د اوربند په اړه‌یې ویلي، په دې اړه به په مذاکراتو کې بحث وشي، خو د افغانستان حکومت تازه یو ځل بیا د تاوتریخوالي په کموالي ټینګار کړی دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال  نن وویل "د سولې په خبرو کې د افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي د شتون موخه اوربند، د تاوتریخوالي پای ته رسول او په هېواد کې د تل‌پاتې سولې او ثبات تأمینول دي."