د کرونا له امله
د افغانستان د غور ولایت پوهنتون وتړل شو
Sep 15, 2020 02:58 Asia/Kabul
د افغانستان د غور ولایت پوهنتون د کرونايي ناروغانو د شمیرد زیاتیدو له امله وتړل شو.
د افغانستان د غور ولایت پوهنتون د کرونايي ناروغانو د شمیرد زیاتیدو له امله وتړل شو.
د افغانستان د روغتیا وزارت مرستیال ویاندې پرون خبریالانو ته په مرکه کښې، په کوویډ۱۹ ناروغۍ د غور پوهنتون د څه باندې دیرشو محصلینو اخته کیدل د دغه روزنیز او تعلیمي مرکز د بندیدو وجه وبلله.
معصومه جعفري وویل چې د دغه پوهنتون په ۷۴ نورو محصلینو کښې هم د کرونا وایرس علایم شته دي.
دا دویم ځل دی چې د غور پوهنتون د کرونا له امله بندیږي. د دغه پوهنتون زیاتره محصلین نجونې دي.
ټیګونه