طالبانو د برهکي برک ولسوال پر کور برید کړی
Sep 15, 2020 12:13 Asia/Kabul
طالبانو تېره شپه د لوګر ولایت د برهکي برک ولسوالۍ د ولسوال پر کور برید کړی او د هغه یو ورور او یو ساتونکی یې وژلي دي.
د برهکي برک ولسوال احمد ویس عبدالرحیمزي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، وسلهوالو طالبانو تېره شپه ناوخته د نوموړي په کور برید کړی چې په پایله کې یې یو ورور او ساتونکی وژل شوي او یو ورور یې ټپي شوی.
د برهکي برک د ولسوال کور د لوګر ولایت د محمداغه ولسوالۍ د ګمران په سمیه کې موقعیت لري.
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
ټیګونه