د افغانستان په مزار شریف ښار کښې چاودنه شوې
Sep 20, 2020 03:15 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کښې د یوې چاودنې له امله یو کس مړ شوی دی.
د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کښې د یوې چاودنې له امله یو کس مړ شوی دی.
د افغانستان د بلخ ولایت پولیسو وویل چې دغه چاودنه تیره شپه هغه مهال رامینځته شوه چې په یو بایسیکل کښې ایښودل شوې ماین د پولیسو د ګاډي د تیریدو په وخت وچادیده چې له امله یې یو کس وژل شوی او د دوو ماشومانو په شمول پنځه تنه زخمي شول.
دا پرون په بلخ ولایت کښې شوې دویمه چاودنه وه. پرون سهار هم د دهدادي ولسوالۍ د ملي امنیت د ادارې د یو قومندان هاشم خان احمدزي د ګاډي په خوا کښې یو بم چاودلې و چې په کښې د ملي امنیت یو ځواک مړ او خپله د هاشم خان احمدزي په شمول په کښې اته تنه زخمي شول.
ټیګونه