طالبانو په افغانستان کښې د موقته حکومت تشکيل سره مخالفت وکړ
د طالب ډلې وياند وويل، د دغې ډلې مقصد د افغانستان د قبضې ختمول او د اسلامي نظام قائمول دي، خو د موقته حکومت جوړول نه مني.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې ذبيح ا... مجاهد پرون په افغانستان کښې د ډزبندۍ لپاره د طالب ډلې د موقف په باره کښې وويل:«د دې موضوع له څېړلومخکښې پکار دے اطمينان حاصل شي چې د دغې ډلې غوښتنې چې لپاره يې په دوه لسيزې مبارزه وکړه حاصلېدې شي نو له هغې وروسته به د ډزبندۍ خبرې کيږي.»
هغه زياته کړه، د اسلامي نظام ټينګول د دغې ډلې مقصد دے او د هغوي نولس کلونه مبارزه او د افغان ولس قربانيانې هم د داسې يو نظام د رامنځته کېدو لپاره وې.
ذبيج ا... مجاهد په دې اړه د ځينو رپوټونو په باره کښې چې طالبان د خپل قرائت مطابق اسلامي نظام رامنځته کولو لپاره کوشش کوي وويل: دغه ډله د اسلامي نظام لپاره څه جدا او خصوصي قرائت نه لري، که علماء او پوهان کښيني او اسلامي نظام بيان او برابر کړي او قوانين هم وټاکي نو خپل نظام يې جوړيږي.»
طالب وياند د افغانستان د اوسني نظام په غېر اسلامي بللو سره زياته کړه، کله چې امريکه راغله نو د نيواک په وخت کښې يې دا موجوده نظام جوړ شو، امريکنيان هيڅکله د افغانستان لپاره اسلامي نظام نه جوړوي ځکه چې په ټوله دنيا کښې د مسلمانانو په خلاف اقدام کوي.