د صلحې په نړيواله ورځ لسګونه امنيتي ځواکونه ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93094-د_صلحې_په_نړيواله_ورځ_لسګونه_امنيتي_ځواکونه_ووژل_شول
د صلحې په نړيواله ورځ د طالب ډلې په حملو کښې په لسګونو امنيتي ځواکونه ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 22, 2020 10:27 Asia/Kabul
  • د صلحې په نړيواله ورځ لسګونه امنيتي ځواکونه ووژل شول

د صلحې په نړيواله ورځ د طالب ډلې په حملو کښې په لسګونو امنيتي ځواکونه ووژل شول.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له افغان امنيتي چارواکو وويل، پرون په دوحه کښې د بين الافغاني خبرو اترو د شروع کېدو له وخت ترټولو خونړۍ ورځ وه چې لږ تر لږ ۵۷ افغان امنيتي ځواکونه د طالبانو په حمله کښې ووژل شول.

د ارزګان د والي مرستيال سيد محمد سادات د وېنا له مخې په دغه ولايت کښې ډېرې خونړۍ نښتې رامنځته شوې او د امنيتي ځواکونو په پوستو باندې د طالب ځواکونو په حملو کښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښته

په قطر کښې د افغانانو او طالبانو ترمېنځ د صلحې د خبرو اترو د شروع کېدو له وخت نه يعنې د تېر خالي له ورځې نه تر اوسه نه يوازې خبرو اترو څه نتيجه نه ده لرلې بلکه له خبرو اترو نه له مخکې سره په پرتله کښې د طالب ډلې حملې هم زياتې شوې دي.

افغان حکومت د صلحې د خبرو اترو له شروع کولو سره په يو وخت په ټول هېواد کښې د ډزبندۍ غوښتونکے ؤ خو طالب لوري ورسره مخالفت وکړ.