په ننګرهار کی څلور داعشي ترهه ګر هلاک شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93110-په_ننګرهار_کی_څلور_داعشي_ترهه_ګر_هلاک_شوي_دي
دغو څلورو داعشي ترهه ګرو په ختیز زون کې د ځانمرګو بریدګرو، انفجاریه مواد او مالي امکاناتو برابرولو او دغه راز د ځانمرګو بریدونو ، هدفي وژنو او ماین چاودنود تنظیم دنده پر غاړه درلوده.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 23, 2020 08:10 Asia/Kabul

دغو څلورو داعشي ترهه ګرو په ختیز زون کې د ځانمرګو بریدګرو، انفجاریه مواد او مالي امکاناتو برابرولو او دغه راز د ځانمرګو بریدونو ، هدفي وژنو او ماین چاودنود تنظیم دنده پر غاړه درلوده.

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ د افغانستان  د جلال اباد په هوایي ډګر کې میشت د ملی امنیت ادارې  صفر دوه قطعې قوماندانۍ له  خوا رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې بیګا ئې دجلال ابادښار څلورمې ناحیی اړوند اکمالاتي بیز سیمې کې دداعش ډلی پر یو مرکز عملیات  کړي چې  پرمهال ئې ترهه ګرو ونښتل  او د څو ساعتونو لپاره ئې  دوام وکړ.

 په خبر پاڼه کې راغلي چې دغو وسله والو د ښځو او ماشومنو پشمول له عامو خلکو د ډال په توګه کار اخیسته خو امنیتی ځواک  برلاسی شو څو دغه تکفیری ترهه ګر هلاک کړي  او عامو خلکو ته هم کوم تاوان ونه رسیږي . دصفر دوه قطعې په خبر پاڼه کې راغلي چې د نښتې پر مهال یو تن په ځان پورې چاودیدونکو توکیو ته چاودنه ورکړه خو امنیتی ځواکونو ته هیڅ زیان ونه رسیده، دخبر پاڼې پر وینا دغو څلور داعش غړو په ختیز زون کې د ځانمرګو بریدګرو، انفجاریه مواد او مالي امکاناتو برابرولو او دغه راز د ځانمرګو بریدونو ، هدفي وژنو او ماین چاودنود تنظیم دنده پر غاړه درلوده. په خبر پاڼه کې راغلي چې دداعش ډلی له دغه مرکز نه یوه اندازه چاودیدونکي توکي،پوځي تجهیزات، نغدی پیسی، یوه رکشا او یو کرولا موټر هم تر لاسه شوی دي.

 له افغانستانه په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي ، چې دکونړ دوالی ویاند عبدالغني مصمم وایی، تیره شپه وسله والو طالبانو ددی ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې دامنیتی ځواکونو پر امنیتی پوستو بریدونه کړي چې له امله یی یو امنیتی عسکر وژل شوی او یو بل ژوبل شویدی . دکونړ دوالی ویاند وویل داستوګنی پر یو کور د مخالفینو له لورې توغول شوې دهاوان مرمې د لګیدو له امله دښځو او ماشومانو په ګډون نهه عام کسان   ژوبل شول . نوموړي وويل ټپیان ددرملنی په موخه مرکزی روغتون ته لیږدول شوي خو هغه یی د روغتیا یی وضیعت په اړه څه ونه ویل وسله والو طالبانو هم په دې اړه رسنیو ته څه نه دی ویلي.