د افغانستان ګلبدین حکمتیار دروغ وايي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93175-د_افغانستان_ګلبدین_حکمتیار_دروغ_وايي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ولسمشر دویم(2) مرستیال محمد سرور دانش وايي د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار دغه خبره چې زه ایرانی تابعیت لري تش دروغ دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 26, 2020 02:07 Asia/Kabul
  • د افغانستان  ګلبدین حکمتیار دروغ وايي

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ولسمشر دویم(2) مرستیال محمد سرور دانش وايي د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار دغه خبره چې زه ایرانی تابعیت لري تش دروغ دي.

د ولسمشرۍ  د  دویم مرستیال دفتر پرون په دې هکله یوه(1) اعلامیه خپره کړې چې ګلبدین حکمتیار ته  پکې وايي

''اوس چې د ټول عمر له وسله والې مبارزې وروسته د اسلامي جمهوریت تر سیوری لاندې راغلی باید جمهوریت ته درناوی وکړه  او له نفاق اچولو ډډه وکړه . ''

حکمتیار تېره ورځ د افغانستان له ملي ټلویزیون سره یوه مرکه کې پر ښاغلي دانش نیوکې کړې او هغه یې د دوه ګوني تابعیت درلودونکی بللی.

حکمتیار په بامیان ولایت کې د افغانستان د تېر په هکله د ښاغلي دانش څرګندونو ته په اشارې سره وايي:

''ده پښتنو ته او  زموږ د ملت مشرانو ته سپکاوی کړی دی او زیاته یي  کړي دانش سرور  دوه تابعیته لري یو(1) تابعیت یې ایرانی دی.

بل لور ته ښاغلی دانش وايي  د کډوالۍ پر مهال یې تل پر خپل افغان تابعیت ویاړلي او هېڅکله یې د 'نورو په څېر د نورو هېوادونو پر پاسپورټ سفر نه دی کړی. '

ګلبدین حکمتیار په شپیتمه(60) لسیزه کې په پاکستان او بیا په اویایمه(70) لسیزه کې په ایران کې ژوند کاوه.

محمد سرور دانش تېره اونۍ بامیان ولایت ته له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ګډ سفر کې د وینا پر مهال طالبان د افغانستان پخوانیو نظامونو ته ورته 'استبدادي او دیکتاتوران  'وبلل.

' نوموړي ویلي 'امارت نظامي دی، د خلکو له خوښې او رضا او له رایې پرته د یوه کس پر خوښه متکي دی. دغه نظام له یوه بشپړ دیکتاتوري او استبدادي نظام سره هېڅ توپیر نه لري

.