افغانستان په کال کښې تقریباً د نیم میلیارډ ډالرو درمل واردوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93201-افغانستان_په_کال_کښې_تقریباً_د_نیم_میلیارډ_ډالرو_درمل_واردوي
د افغانستان حکومت هر کال له بهرنیو هیوادونو څخه کابو د نیم میلیارډ ډالرو په ارزښت درمل واردوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 27, 2020 04:04 Asia/Kabul
  • افغانستان په کال کښې تقریباً د نیم میلیارډ ډالرو درمل واردوي

د افغانستان حکومت هر کال له بهرنیو هیوادونو څخه کابو د نیم میلیارډ ډالرو په ارزښت درمل واردوي.

د افغانستان د روغتیا وزیر پرون په کابل کښې د درمل جوړونې د نړیوالې ورځې په مناسبت یولړ مراسمو کښې دې ټکي ته په اشارې سره چې د دغه هیواد حکومت په کال کښې تقریبًا پنځه سوه میلیون ډالر د دارو او درملو په واردولو لګوي، وویل: د دومره اندازه دوایانو واردات د افغانستان اقتصاد ته تاوان رسوي.

د افغانستان د روغتیا وزیر د درملو کموالې او د هغو په بیې کښې د انډول نشتوالې د دغه وزارت لپاره مهمې ننګونې وبللې.

په افغانستان کښې د درملو کمښت په داسې حال کښې دی چې دغه هیواد له طالبانو او د داعش په شمول ځینو نورو ترهګرو ډلو سره په کورنیو نښتو او جنګونو کښې ښکیل دی.