۳۵ تنه طالبان له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93217-۳۵_تنه_طالبان_له_امنیتي_ځواکونو_سره_په_نښته_کې_وژل_شوي
د غزني، زابل او سمنګان ولایتونو ځايي چارواکي وايي چې ۳۵ تنه طالبان په دغو ولایتونو کې له امنیتي ځواکونو په نښته کې وژل شوي او ۱۷ تنه نور ژوبل دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 28, 2020 03:51 Asia/Kabul
  •  ۳۵ تنه طالبان له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي

د غزني، زابل او سمنګان ولایتونو ځايي چارواکي وايي چې ۳۵ تنه طالبان په دغو ولایتونو کې له امنیتي ځواکونو په نښته کې وژل شوي او ۱۷ تنه نور ژوبل دي.

د غزني ولایت ځايي چارواکي وايي چې طالبانو تېره ورځ د دغه ولایت د اب بند ولسوالۍ به لنده خېلو سیمې برید کړی دی؛ خو د امنیتي ځواکونو د مقاومت په پایله کې، د هغوی شپږ تنه وژل شوي او پنځه تنه نور یې ټپيان شوي دي.چارواکي زیاتوي چې په دغې نښته کې، درې موټرسایکلونه او دوه دانې د شپې لید دوربینونه له طالبانو څخه د امنیتي ځواکونو لاسونو ته ورغلي دي.

بلخوا د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د یوه هوايي برید په ترڅ کې د حکومت ۱۵ تنه وسله وال مخالفان وژل شوي دي.

د دغو چارواکو په وینا، دغه هوايي برید د دغه ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په اړونده سیمه کې شوی دی او په هغه کې د طالبانو یو اندازه وسلې او لېږدونکي وسایط هم له منځه تللي دي. ورته مهال د سمنګان ولایت امنیتي چارواکو  هم پرون وويل چې تېره شپه د دغه ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو د برید په پایله کې ۱۴ تنه طالبان وژل شوي او ۱۲ تنه نور یې ټپيان دي.د دغه ولایت ځايي چارواکي زیاتوي چې د طالبانو برید په شاتمبول شوی او طالبانو له درنې مرګ ژوبلې وروسته له سیمې تېښته کړې ده.چارواکي زیاتوي چې د وژل شویو کسانو په منځ کې د طالبانو څو تنه قومندانان هم شامل دي. خو چارواکو په دغو سيمو کښې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.بلخوا طالبانو هم د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.