روسیه د افغانستان د سولې په خبرو کښې مهم رول لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93293-روسیه_د_افغانستان_د_سولې_په_خبرو_کښې_مهم_رول_لري
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر له طالبانو ډلې سره د سولې له خبرو په ملاتړ کښې د روسیې رول مهم او اغیزشیندونکی وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2020 10:45 Asia/Kabul
  • روسیه د افغانستان د سولې په خبرو کښې مهم رول لري

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر له طالبانو ډلې سره د سولې له خبرو په ملاتړ کښې د روسیې رول مهم او اغیزشیندونکی وباله .

هغه نن په کابل کښې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره په کتنې کښې د دواړو هیوادونو اړیکو ته په اشارې سره وویل له طالبانو ډلې سره د افغانستان د حکومت د سولې له خبرو اترو د روسیې ملاتړ به د دغو خبرو اترو په بریالیتوب کښې مثبت اغیز ولري .

د افغانستان خارجه وزارت وویل د روسیې او د افغانستان چارواکو په دغه کتنې کښې د اړیکو د پراختیا د لارو چارو ، د اووربند د ټینګیدا په ضرورت ، د تاوتریخوالو په کمیدا او د افغانستان د سولې د بهیر د څارنې د مکانیزمونو په هکله د نظر تبادله وکړه .

په افغانستان  کښې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف  د خارجه وزارت له سرپرست حنیف اتمر سره په کتنې کښې په تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې د کابل د حکومت او د خلکو د بریاو په ساتنې د ټینګار په ترڅ کښې وویل د طالبانو او د حکومت ترمینځ د خبرو اترو پیلیدل په دغه هیواد کښې د دائمي سولې د ټینګیدا لپاره مثبت ګام دی .