له طالب پلاوي سره به اختلافي مسایل حل شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93325-له_طالب_پلاوي_سره_به_اختلافي_مسایل_حل_شي
د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي دغه غړې د خبرو او مذاکراتو بهیر مثبت ارزوي او تمه ښيي، چې ژر به دواړه لوري د اختلافونو پر ختمولو هم بریالي شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2020 09:03 Asia/Kabul
  • له طالب پلاوي سره به اختلافي مسایل حل شي

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي دغه غړې د خبرو او مذاکراتو بهیر مثبت ارزوي او تمه ښيي، چې ژر به دواړه لوري د اختلافونو پر ختمولو هم بریالي شي.

د افغان رسندویو له راپور سره سم په دوحه کې افغان مذاکراتي پلاوی وایي، چې دمګړۍ د سولې بحثونه پر سم لوري روان دي.

د دغه پلاوي غړې میرمن فوزیه کوفي وایي سره له دې چې پر ځینو مسایلو تر وخت مخکې خبرې پیل شوې دي، خو بیا هم د دواړو لورو ترمنځ مذاکرات هیله بخښونکې روان دي او د دې تمه شته چې ژر په رسمي توګه پر اجنډا بحثونه پيل شي.

میرمن کوفي وایي خلک اندېښنه لري او په تمه دي، چې ژر د مذاکراتو او روانو بحثونو پایله وویني، خو په خبره یې حوصله په کار ده او افغان جګړه بنسټيزې خاتمې ته اړتیا لري.

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي دغه غړې د خبرو او مذاکراتو بهیر مثبت ارزوي او تمه ښيي، چې ژر به دواړه لوري د اختلافونو پر ختمولو هم بریالي شي.

تر دې وړاندې د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم هم د اختلافاتو د ژر ختمېدو خبر ورکړی و.