عبدالله عبدالله په څلور ورځني سفر هند ته ولاړ
د افغانستان د مصالحې د عالي شورا مشر هند ته تللی تر څو د دې هیواد د چارواکو سره د افغانستان د سولي د مذاکراتو په اړه خبرې وکړي.
د مصالحې د عالي شورا د خبرپاڼې په وینا، عبدالله عبدالله به په نوي ډهلي کې د هند له جمهور رییس، لومړي وزیر، د بهرنیو چارو وزیر، د ملي امنیت شورا سلاکار او له نورو هندي چارواکو سره وګوري.
ډاکتر عبدالله هند ته تر خپل سفر وړاندې وویل، هند د افغانستان یو ثابت او ژمن ملاتړی دی.
د مصالحې شورا خبرپاڼه وایي، عبدالله عبدالله د افغان سولې په برخه کې د هند رول مهم یاد کړ او زیاته یې کړه، د سیمې هېوادونو له ملاتړ پرته په افغانستان کې دایمي سولې او ثبات راتلل ستونزمن دی.
دا به داسی حال کې ده چې عبدالله څو ورځې وړاندې د پاکستان د لومړي وزیر په بلنه اسلام اباد ته تللی و.
نوموړي پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د یاد هېواد له چارواکو سره په کتنه کې ویلي و چې د سفر هدف یې د کابل او اسلام اباد تر منځ د اړیکو د نوي څپرکي پرانیستل دي.