امریکا په افغانستان کې خپله تر ټولو لویه فوځي هډه ورانوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93387-امریکا_په_افغانستان_کې_خپله_تر_ټولو_لویه_فوځي_هډه_ورانوي
امریکایي ورځپانې نیویارک ټایمز راپور خپور کړی، چې امریکا په کندهار کې د خپلې لوی پوځي هډې ورانول پیل کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 06, 2020 13:14 Asia/Kabul
  • امریکا په افغانستان کې خپله تر ټولو لویه فوځي هډه ورانوي

امریکایي ورځپانې نیویارک ټایمز راپور خپور کړی، چې امریکا په کندهار کې د خپلې لوی پوځي هډې ورانول پیل کړي.

دغه پوځي هډه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو د لویو هډو په شمېر کې راځي چي ډېر پر مخ تللي فوځي سازو سامان په کښې شتون لري.

د سولې خبرو ته د حاضرېدو لپاره د طالبانو یو اساسي شرط د امریکایي ځواکونو وتل وو، چې له امریکا سره یې د فبروري پر ٢٩مه نېټه د سولې د هوکړې د لاسلیک پر اساس امریکا باید په ١٤ میاشتو کې په بشپړه توګه خپل ځواکونه له افغانستان وباسي.

د امریکا له خوا د لویو فوځي هډو د وارنولو چارې په داسي حال کې پیل شوي چي د افغانستان دولت او د طالبانو تر مینځ خبرې اترې له بن بست سره مخامخ شوي دي.