د افغانستان په ختيځ کښې درې افغان فوځيان ووژل شول
Oct 07, 2020 02:01 Asia/Kabul
افغان چارواکو د دغه هېواد په ننګرهار ولايت کښې د چاودنې له امله د دريو افغان فوځيانو د وژل کېدو خبر ورکړ.
له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د ننګرهار د والي وياند عطاء ا... خوګياڼي وويل، پرون د دغه ولايت په دوربابا ولسوالۍ کښې د افغان پوله ايزو ځواکونو د تېرېدو په لاره کښې د سړک غاړې مائن د چاودېدو له امله درې افغان پوله ساتونکي ځواکونه ووژل شول.
د دغه رپوټ له مخې تر اوسه چا کس يا ډلط د دغې چاودنې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.
طالب ډله اکثر د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د افغان فوځيانو او عامه خلقو په نښه کولو لپاره د موټرو په لاره کښې د مائن اېښودو يا ورپورې د مقناطيسي بمونوپه نښلولو سره ځينې عمليات کوي.
ټیګونه