د افغانستان حنیف اتمر د خبرو جزیات اعلان کړل
Oct 08, 2020 01:09 Asia/Kabul
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر له طالبانو ډلې سره د سولې په خبرو کښې د کابل د حکومت اصلي هدفونه تشریح کړل .
هغه پرون وویل د خبرو اترو د اجنډا د نهايي کولو لپاره د خنډونو ختمول ، د تاوتریخوالو کمول او د سولې د جامعې موافقې لپاره د زمینې جوړول په قطر کښې له طالبانو ډلې سره د خبرو اترو لپاره د افغانستان د حکومت هدفونه دي .
اتمر وویل قطر ته د افغانستان د ولسمشر اشرف غني او د ورسره پلاوي وروستی سفر او د دوحې له لوړرتبه چارواکو سره د افغانستان د حکومت د مرکچي ډلې کتنه په همدې هدف سره وشوه .
ټیګونه