د افغانستان حنیف اتمر د خبرو جزیات اعلان کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93412-د_افغانستان_حنیف_اتمر_د_خبرو_جزیات_اعلان_کړل
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر له طالبانو ډلې سره د سولې په خبرو کښې د کابل د حکومت اصلي هدفونه تشریح کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2020 01:09 Asia/Kabul
  • د افغانستان  حنیف اتمر د خبرو جزیات اعلان کړل

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر له طالبانو ډلې سره د سولې په خبرو کښې د کابل د حکومت اصلي هدفونه تشریح کړل .

هغه پرون وویل د خبرو اترو د اجنډا د نهايي کولو لپاره د خنډونو ختمول ، د تاوتریخوالو کمول  او د سولې د جامعې موافقې لپاره د زمینې جوړول په قطر کښې له طالبانو ډلې سره د خبرو اترو لپاره د افغانستان د حکومت هدفونه دي .

اتمر وویل قطر ته د افغانستان د ولسمشر اشرف غني او د ورسره پلاوي وروستی سفر او د  دوحې  له لوړرتبه چارواکو سره د افغانستان د حکومت د مرکچي ډلې کتنه په همدې هدف سره وشوه .