افغانستان کښې درې دیرش کسان وژل شوي دي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په شمالي ولایتونو کښې د طالبانو او د حکومتي عسکرو ترمینځ په نښتو کښې درې دیرش (۳۳) کسان وژل شوي دي .
د افغانستان په شمال کښې د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش نن وویل طالبانو په قیصار ولسوالۍ کښې د عسکرو په مرکز برید وکړ چې له کبله یې څلور (۴) پوځیان ووژل شول او یو (۱) بل ژوبل شو .
هغه وویل د طالبانو په دغه برید کښې چې له حکومتي عسکرو سره د جنګ سبب شو د دغه ډلې درویشت (۲۳) غړي هم ووژل شول او دیارلس(۱۳) نور ژوبل شول .
طالبانو دغه راز د قندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کښې د حکومتي عسکرو د پلټنې په مرکز برید وکړ او له کبله یې شپږ(۶) حکومتي عسکر مړه او شپاړس (۱۶) نور بې درکه شول .
د افغانستان په جنوب کښې د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کښې د بم چاودنې له کبله هم دوه (۲) پولیس وژل شوي او شپږ (۶)نور ژوبل شوي دي .
په افغانستان کښې دغه نښتې په داسې حال کښې دي چې په هیواد کښې د جنګ د ختمیدا لپاره د طالبانو ډلې او د حکومت ترمینځ د سولې خبرې اترې د سپتمبر د میاشتې له دولسمې (۱۲)نیټې راهسې په قطر کښې پیل شوي او اوس هم دوام خو دواړه لوري تراوسه کومې موافقې ته نه دي رسیدلي .