په افغانستان کې د ماین چاودنې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
Oct 10, 2020 10:23 Asia/Kabul
د افغان امنیتي سرچینو په حواله د هرات-کندهار پر لویه لار د یوه ماین د چاودنې له امله دوولس ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې نن سهار پر یو ۴۰۴ ډوله بس د سړک غاړې ته پر ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې چې له امله یې دوه کسه وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
افغان چارواکي وايي چې ماین د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و، خو طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
دغه پېښه داسې مهال رامنځ ته کېږي چې د کابل-کندهار او کندهار-هرات سړک د جګړو او ماینونو د چاودنې له امله وران ویجاړی دی او هره ورځ ددغه ویجاړیو له امله ګڼې ترافیکي پېښې رامنځ ته کېږي چې ځاني تلفات هم اړوی.
ټیګونه