په افغانستان کې د ماین چاودنې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93458-په_افغانستان_کې_د_ماین_چاودنې_۱۲_کسانو_ته_مرګ_ژوبله_اړولې
د افغان امنیتي سرچینو په حواله د هرات-کندهار پر لویه لار د یوه ماین د چاودنې له امله دوولس ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2020 10:23 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ماین چاودنې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د افغان امنیتي سرچینو په حواله د هرات-کندهار پر لویه لار د یوه ماین د چاودنې له امله دوولس ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو له مخې نن سهار پر یو ۴۰۴ ډوله بس د سړک غاړې ته پر ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې چې له امله یې دوه کسه وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

افغان چارواکي وايي چې ماین د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و، خو طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دغه پېښه داسې مهال رامنځ ته کېږي چې د کابل-کندهار او کندهار-هرات سړک د جګړو او ماینونو د چاودنې له امله وران ویجاړی دی او هره ورځ ددغه ویجاړیو له امله ګڼې ترافیکي پېښې رامنځ ته کېږي چې ځاني تلفات هم اړوی.