هلمند کښې د نښتو په نتيجه کښې په لسګونو طالبان ووژل شول
د افغانستان د هلمند د امنیه قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې په دغه ولایت کښې د جګړو په نتيجه کښې د لسګونو طالب ځواکونو د وژل کېدو او زخمي کېدو خبر ورکړ.
په خبرپاڼه کښې راغلي دي چې طالبانو د هلمند ولایت پر نهر سراج، نادعلي او ناوه ولسوالیو او د ۶۰۱ لویې لارې په اوږدو کښې بریدونه کړي دي چې د حکومتي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو په نتيجه کې ۲۶ طالب ځواکونه وژل شوي دي.
خبرپاڼه همدارنګه لیکلي چې په دغو بریدونو کښې د طالبانو څلور غړي ټپيان شوي هم دي.
بلخوا طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
خبرپاڼه همدارنګه ليکي چې په دغه نښته کښې د امنیتي ځواکونو څلور سرتېري هم وژل شوي دي او اته تنه نور یې ټپيان شوي دي.
یوې امنیتي سرچینې رسنيو ته وويل چې د ۶۰۱ لویې لارې په اوږدو کې د امنیتي ځواکونو ځينې پوستې د طالبانو لاس ته ورغلې دي او دا لویه لار د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.