هلمند کښې ګڼ شمیر طالبان مړه او ژوبل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93500
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په هلمند ولایت کښې له حکومتي عسکرو په نښته کښې یواویا(۷۱) طالبان وژل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 12, 2020 12:08 Asia/Kabul
  • هلمند کښې ګڼ شمیر طالبان مړه او ژوبل شوي

زمونږ خبریال وايي د افغانستان په هلمند ولایت کښې له حکومتي عسکرو په نښته کښې یواویا(۷۱) طالبان وژل شوي دي .

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین نن وویل د هلمندولایت په نهر سراج او ناوه ولسوالیو کښې له حکومتي عسکرو سره په تیره ورځ سختو جنګونو کښې یواویا (۷۱) طالبان مړه شوي او یوشمیر نور ژوبل شوي هم دي .

طالبان د هلمند ولایت په نهرسراج او ناوه ولسوالیو کښې د پولیسو او د پوځ په مرکزونو باندې له حملو وروسته د حکومتي عسکرو له مقاومت سره مخ شول او د درنو مرګ ژوبلو وروسته شاتګ ته مجبوره شول .

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین په دغو جنګونو کښې د حکومتي عسکرو احتمالي مرګ ژوبلو ته هیڅ اشاره ونکړه .

سره له دې ځینو سرچینو پرون وویل چې د هلمند ولایت د لشکرګاه ښار یوه(۱) برخه طالبانو نیولي ده .