په افغانستان کې په کرونا داخته کسانو شمېر تر۴۰ زرو واوښته
Oct 15, 2020 11:38 Asia/Kabul
له دې سره په افغانستان کې پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره او ۲۶ ته رسېدلی دی.د افغانستان د روغتیا وزارت وایی په تیر شاوروز کی د کرونا له امله یو کس مړ شوی دې
د افغانستان د روغتیا وزارت مسولان وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورونا وبا ۲۴۸ نمونې څېړل شوې دي.
له دې سره په افغانستان کې پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره او ۲۶ ته رسېدلی دی.د افغانستان د روغتیا وزارت وایی په تیر شاوروز کی د کرونا له امله یو کس مړ شوی دې .
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کورونا وبا ۱ زر او ۴۸۱ کسان مړه شوي او ۳۳ زره او ۴۴۷ نور بیا بېرته روغ شوي دي
ټیګونه