قندهار کښې ۵ طالبان په خپله چاودنه کې وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93646-قندهار_کښې_۵_طالبان_په_خپله_چاودنه_کې_وژل_شوي
تیره ورځ د قندهار په نيش ولسوالۍ د لوی کارېز په سیمه کي د طالبانو یو بایفور موټر د دوي د لوري په ښخ شوي ماین ختلی دی، په پایله کي یې د ملا ابراهیم او ملا محمد اکبر په نوم مشهورو طالب قوماندانانو په شمول ۵ تنه وژل شوي دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 20, 2020 03:52 Asia/Kabul
  • قندهار کښې ۵ طالبان په خپله چاودنه کې وژل شوي

تیره ورځ د قندهار په نيش ولسوالۍ د لوی کارېز په سیمه کي د طالبانو یو بایفور موټر د دوي د لوري په ښخ شوي ماین ختلی دی، په پایله کي یې د ملا ابراهیم او ملا محمد اکبر په نوم مشهورو طالب قوماندانانو په شمول ۵ تنه وژل شوي دي.

دا ولسوالۍ د قندهار له مرکز څخه ۱۸۰ کیلو متره لري د ارزګان ولایت په ګاونډ کې پرته ده.

دا یوازې یوه پیښه نده چې طالبان پکې په خپله چاودنو کې وژل کیږي، له دوی سره په ډیری ولایتونو کې داسې کیږي.

نیش ولسوالۍ په ۱۳۹۵ کال کې د طالبانو لاس ته ورغلي ده، چې وخت نا وخت پکې ښکیلو لورو تر منځ نښتې کیږي.

څو ورځې دمخه د کوټې شورا مهم غړی ملا عبدالکریم د پکتیکا ولایت جانیخېلو ولسوالۍ په جمجمې سیمه کې ووژل شو.