د افغانستان په اړه د ناټو غونډه او د مبهمو سیاستونو دوام
تمه ده چې په بروکسل کې نن د ناټو د دفاع وزارت وزیران غونډه وکړي او د افغانستان د سولې په ګډون پر یو لړ نور موضوعاتو باندې بحث وکړي
دا غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو بریدونه زور اخیستي او په دوحه کې د افغان د مذاکراتي ټیم او د طالبانو تر مینځ اختلافات ورځ تر بلي زیاتیږي.
د بلي خوا څخه په افغانستان کې د ناټو او د امریکا د فوځي ماموریت په اړه هیڅ همږغیتوب نه تر سترګو کیږي، تازه د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې په دې شرایطو کې به خپل پوځيان افغانستان کې پریږدي اونه یې باسي
بل لوري بیا ټرمپ ویلي چې تر راتلوونکي ۲۰۲۱ کال پوري به خپل سرتیري له افغانستانه باسي ظاهرا په همدې درشل کې بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه ترسره کیږي
تر دې وړاندې په ناټو کې د امریکا سفیرې ویلي وو چې د ناټو ددفاع وزیرانو په افغانستان کې پر روان وضعیت او د سرتېرو پر حضور خبرې کړې دي.
ناټو په خپله پریکړه کې ویلي چې له افغان ځواکونو سره به د روزنې او ټولو برخو کې همکاري کوي هغوی ویلي تر ۲۰۲۴ کاله پوري به داهمکاري دوام کوي
د کارپوهانو په وېنا د لوېدیځو هیوادونو او د امریکا تر مینځ د همږغیو د نه شتون د امله په افغانستان کې د سولي پروسه تاوانی شوې او جګړې لا زور اخیستي دي.