قندهار کښې د نېټو دوه عسکر بمي چاودنه کښې ژوبل شول
Oct 23, 2020 02:31 Asia/Kabul
چاودنه پرون د افغانستان د قندهار د دامان او ډنډ ولسوالیو په مربوطاتو کښې د نړيوالو ځواکونو د ګزمې په موټر شوې ده.
یوه باوري امنیتي سرچينه وایي د ريموټ کنټرول مائن په دغه چاودنه کې دوه رومانيایي عسکر ژوبل شوي دي.
سرچينې ویلي چې مائن د طالبانو لخوا اېښودل شوے و.
له دې مخکښې هم په ډنډ ولسوالۍ کښې د سړک غاړې مائن د چاودېدو له امله لږ تر لږه پينځه رومانيائي فوځيان ژوبل شوي وو. د دغې چاودنې ذمه واري طالب ډلې په غاړه اخېستې وه.
ټیګونه