کابل باندې د طالبانو حملې ناکامې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93723-کابل_باندې_د_طالبانو_حملې_ناکامې_شوې
د افغانستان امنیتي ځواکونو په کابل ولایت باندې د طالبانو له خوا د پنځو راکټونو د حملې مخه ونیوله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 23, 2020 11:56 Asia/Kabul
  • کابل باندې د طالبانو حملې ناکامې شوې

د افغانستان امنیتي ځواکونو په کابل ولایت باندې د طالبانو له خوا د پنځو راکټونو د حملې مخه ونیوله.

د افغانستان امنیتي ځواکونو په کابل ولایت باندې د طالبانو له خوا د پنځو راکټونو د حملې مخه ونیوله.

آوا خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت وویل طالبانو تیره شپه د کابل ولایت په پغمان ښار باندې د پنځو راکټونو د توغولو نیت درلود چې د امنیتي ځواکونو په هوښیارۍ سره دغه حمله دفع شوه.

د افغانستان د دفاع وزارت د اعلان له مخې امنیتي ځواکونو د دغو راکټونو له توغول کیدو په مخنیوي سره د لسګونو کسانو ژوند وژغوره.

په قطر کښې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ د صلحې د بې ګټې مذاکراتو سره سره دغه حملې په داسې حال کښې دوام لري چې د سیمې سیاسي کارپوهان باوري دي د افغانستان په چارو کښې د امریکې ځانګړې استازې د دې هیواد د ملي واکمنۍ په خلاف ورزۍ سره په افغانستان کښې نفاق ته لمن وهي او نن سبا هره وینه چې په هیواد کښې توییږي، د امریکې او خلیلزاد د دسیسو په وجه ده.