کابل باندې د طالبانو حملې ناکامې شوې
د افغانستان امنیتي ځواکونو په کابل ولایت باندې د طالبانو له خوا د پنځو راکټونو د حملې مخه ونیوله.
د افغانستان امنیتي ځواکونو په کابل ولایت باندې د طالبانو له خوا د پنځو راکټونو د حملې مخه ونیوله.
آوا خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت وویل طالبانو تیره شپه د کابل ولایت په پغمان ښار باندې د پنځو راکټونو د توغولو نیت درلود چې د امنیتي ځواکونو په هوښیارۍ سره دغه حمله دفع شوه.
د افغانستان د دفاع وزارت د اعلان له مخې امنیتي ځواکونو د دغو راکټونو له توغول کیدو په مخنیوي سره د لسګونو کسانو ژوند وژغوره.
په قطر کښې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ د صلحې د بې ګټې مذاکراتو سره سره دغه حملې په داسې حال کښې دوام لري چې د سیمې سیاسي کارپوهان باوري دي د افغانستان په چارو کښې د امریکې ځانګړې استازې د دې هیواد د ملي واکمنۍ په خلاف ورزۍ سره په افغانستان کښې نفاق ته لمن وهي او نن سبا هره وینه چې په هیواد کښې توییږي، د امریکې او خلیلزاد د دسیسو په وجه ده.