په افغانستان کې روان کال ۵۹۳۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93795-په_افغانستان_کې_روان_کال_۵۹۳۹_ملکیانو_ته_مرګ_ژوبله_اوښتې_ده
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر، یونما له لوري د ملکی تلفاتو په اړه په خپاره شوي راپور کې راغلي چې د روان ۲۰۲۰م کال له پیله تر دې دمه ۵۹۳۹ افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2020 08:14 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې روان کال ۵۹۳۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر، یونما له لوري د ملکی تلفاتو په اړه په خپاره شوي راپور کې راغلي چې د روان ۲۰۲۰م کال له پیله تر دې دمه ۵۹۳۹ افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغان رسندویو له راپور سم سم ملګري ملتونه وایي چې د سولې د خبرو تر پيلېدو وروسته لا هم په افغانستان کې خونړۍ جګړې روانې دي او د ملکي وګړو په تلفاتو کې کموالی نه دی راغلی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر، یونما له لوري د ملکی تلفاتو په اړه په خپاره شوي راپور کې راغلي چې د روان ۲۰۲۰م کال له پیله تر دې دمه ۵۹۳۹ افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچینه کاږي چې له دې ډلې ۲۱۱۷ ملکیان وژل شوي او ۳۸۲۲ نور ټپیان دي. یونما وایي چې د ۴۵ فیصدو مرګ ژوبلې مسوولیت پر وسله والو طالبانو دی او د یادې شمېرې د ۲۳ فیصدو مرګ ژوبلې مسوول بیا افغان ځواکونه دي.

یونما دغه راز اندېښنه ښيي چې د افغان پوځ په هوایي بریدونو کې ملکي تلفات ډېر شوي دي او هیله یې څرګنده کړې چې د سولې روانې خبرې په افغانستان کې د خونړیو جګړو د پای ته رسېدو سبب شي.

یونما داسې مهال دغه راپور خپروي چې په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې جګړې خورا خونړۍ شوې دي او د هوایي بریدونو، سړک غاړې ماینونو او مخامخ نښتو له امله ملکي مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده.

د یونما په راپورکې د نیواکګرو عسکرو په څاروی ډوله حملوکې د افغان ملکیانو تلفاتو ته اشاره نده شوی .