د افغانستان د حکومتي پلاوي غړي کابل ته ورستانه شوي
Oct 28, 2020 01:26 Asia/Kabul
تسنیم خبري اژانس وايي په قطر کښې له طالبانو ډلې سره د افغانستان د حکومت د مرکچي پلاوي څلور (۴) غړي کابل ته ورستانه شول .
د افغانستان د حکومت د مرکچي پلاوی پرون په یوې (۱) بیانیې کښې وویل د دغه پلاوي څلور (۴) غړي سید سعادت منصور نادري ، فوزیه کوفي ، عبدالمتین بیک او کلیم الله نقیبي کابل ته ورستانه شوي دي .
د افغانستان د حکومت مرکچي پلاوي کابل ته دغه ورسنیدل اداري او شخصي وبلل خو طالبانو ډلې ته ځینو نږدې سرچینو وویل د افغانستان د حکومت د مرکچي پلاوي غړي د اختلافاتو د مطرح کولو او د خبرو اترو د بندون د ختمولو لپاره د هڅې په لړ کښې کابل ته ورستانه شوي دي .
ټیګونه