د افغانستان په شمال او لويديځ د طالب ډلې حملې دوام لري
د افغانستان په شمال کښې د طالب ډلې په يوه هاواني حمله کښې د يوې افغان کورنۍ شپږ تنه ووژل شول.
د آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د بلخ ولايت د پوليسو وياند عادل شاه عادل وويل: دغه حمله د بلخ ولايت د شولګرې ولسوالۍ په حلقه جر کلي شوې ده چې پکښې يو بل عامه وګړے ژوبل هم شو.
همدارنګ د افغانستان په هرات ولايت کښې د افغان فوځيانو د تګ په لار کښې د سړک غاړې مائن د چاودېدو له امله نهه عامه افغانان ژوبل شول.
د هرات امنيتي چارواکو وويل، د قطر په دوحه کښې د ستمبر په دولسمه نېټه د افغانستان د حکومت او طالب ډلې ترمېنځ د دغه هېواد د صلحې د خبرو اترو په شروع کېدو سره هرات د طالب ډلې لخوا د ناامنيو او د سړک غاړې مائنو د اېښودو له زياتېدو سره مخامخ دے چې له امله يط هره ورځ يو شمېر عامه خلق او افغان ځواکونه مړۀ او ژوبل کيږي.