په کابل پوهنتون د ترهه ګرو حملې د افغان چارواکو قهر راوپاروۀ
په کال پوهنتون د ترهه ګرو پرونۍ خونړۍ حملې چې لږ تر لږ څلوېښت تنه پکښې شهيدان او ژوبل شول د افغا چارواکو قهر راوپارۀ او هغه يې يوه انساني غميز وبلله.
د آريا نيوز خبري آژانس د رپوټ له مخې افغان ولسشمر محمد اشرف غني د دغه هېواد د ملي مصالحتي عالي شورا مشر عبدا... عبدا... په کابل پوهنتون حملې په غندلو سره هغه يو جنګي جنايت او له علم او پوهې سره دښمني وبلله.
د افغان ولسمشر وړومبني مرستيال امرا... صالح هم په کابل پوهنتون د ترهه ګرو حمله يوه انساني غميزه وبلله او له ترهه ګرو حملو سره په مقابله کښې د امنيتي ځواکونو په ناتوانۍ باندې په نيوکې سره يې طالب ډله د کابل په پوهنتون د حملې عامله وبلله.
دا په داسې حال کښې دي چې طالب ډلې په دغه حمله کښې د هر ډول لاس لرل رد کړي دي.
د افغان ولسمشر وياند صديق صديقي هم وويل، په هلمند ولايت کښې د امنيتي ځواکونو په حمله کښې له درنې ماتې وروسته ترهه ګرو دکابل پوهنتون په نښه کړ.
د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند طارق آرين هم د دغې مرګونې حملې په غندلو سره هغه يو جنګي جنايت او نه خښونکے عمل وبلۀ.
ملګرو ملتو هم په يوې بيانيه کښې وويل، د زدکړو په يو مرکز باندې حمله هيڅ توجيه نه لري او پکار دے تاوتريخوالي کمښت پېدا کړي او په افغانستان کښې ډزبندي ټينګه شي.
په وروستيو څه کم لسو ورځو کښې دا دويم ځل دے د افغانستان د زدکړو په مرکزونو خونړۍ حملې کيږي، تېره هفته هم د کابل په کوثر نومې د زدکړو په مرکز ترهه ګريزه حمله کښې دېرش تنه شهيدان او اويا نور هم ژوبل شول.