طالبان په خبرو کښې د حزب اسلامي ګډون غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93962-طالبان_په_خبرو_کښې_د_حزب_اسلامي_ګډون_غواړي
اریا نیوز خبري اژانس راپور ورکړ د طالبانو ویاند په نویو څرګندونو کښې د سولې په بهیر کښې د حزب اسلامي د ګډون غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2020 01:07 Asia/Kabul
  • طالبان  په خبرو کښې د حزب اسلامي ګډون غواړي

اریا نیوز خبري اژانس راپور ورکړ د طالبانو ویاند په نویو څرګندونو کښې د سولې په بهیر کښې د حزب اسلامي د ګډون غوښتنه وکړه .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي داسې ګوند دی چې باید په قطر کښې د افغانستان د حکومت او د طالبانو ډلې ترمینځ د سولې په خبرو کښې ګډون ولري .

د طالبانو د ویاند دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې له یوې خوا د سولې د خبرو اترو د پیلیدا د کابو پنځوسو(۵۰) ورځو په تیریدا سره  دواړه لوري تراوسه کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي بلکې په افغانستان کښې جنګ نور هم سخت شوی او له بلې خوا طالبانو ډلې حزب اسلامي یو(۱) ګټه غواړی ګوند باله چې نشي کولای د سولې په خبرو کښې برخه واخلي .

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې په هیواد کښې د کورني جنګ په پیلولو او د جنګي جنایتونو په ترسره کولو کښې په لاس لرلو تورن دی ویلي دي د اشرف غني د حکومت پرځای بل حکومت راشي .

هغه ادعا کړي ده چې اشرف غني د خارجي هیوادونو لاسپوڅی دی او هغه د خارجي هیوادونو لخوا په افغانستان ورتپل شوی دی