په ننګرهار کی دداعش ډلی یو مهم غړی ووژل شو
دوالي ویاند وویل وژل شوي تن داعش ډلی ته پر مطبوعاتی فعالیتونو سربیره د دولتی مهمو شخصیتونوپه نښه او ترورو او همدارنګه پلان جوړولو کې مرسته کوله
د افغانستان د ننګرهار دوالي ویاند عطا الله خوږیانی وایی د افغانستان د ملی امنیت اداری ځانګړوځواکونو د جلال اباد ښار څلورمی ناحیی اړونداکمالاتی بیز سیمه کی عملیات کړي چې پکی په مطبوعاتی برخه کې دداعش ډلی د مشرتابه شورا غړی اسد ځلاند مشهور په فاتح کاروان وژل شوی او یو میل سلاح یی د امنیتی ځواکونو لاسته ورغلی ده
دوالي ویاند وویل وژل شوي تن داعش ډلی ته پر مطبوعاتی فعالیتونو سربیره د دولتی مهمو شخصیتونوپه نښه او ترورو او همدارنګه پلان جوړولو کې مرسته کوله
دوالی ویاند وویل په دغو عملیاتوکې ملکی وکړو او امنیتی ځواکونو ته مرګ ژوبله نده رسیدلی دننګرهار دوالی ویاند دغه رازوویل ددی ولایت دنازیان په ولسوالۍ کې دامنیتی ځواکونو په متقابل برید کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دهغوی وسلی او مهمات له منځه وړل شویدي