په قندهار کښې بمي چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94088-په_قندهار_کښې_بمي_چاودنې_لسګونه_کسانو_ته_مرګ_ژوبله_واړوله
د افغانستان د سویل په قندهار ولایت کښې په کار بم چاودنه کښې لسګونه تنه مړه او ژوبل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 09, 2020 13:19 Asia/Kabul
  • په قندهار کښې بمي چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د افغانستان د سویل په قندهار ولایت کښې په کار بم چاودنه کښې لسګونه تنه مړه او ژوبل شول.

د افغانستان د سویل په قندهار ولایت کښې په کار بم چاودنه کښې لسګونه تنه مړه او ژوبل شول.

آوا خبري آژانس لیکلي چې تیره شپه د قندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د پولیسو د قومندانۍ په خوا کښې یو له باوردو ډک موټر وچاودیده چې له امله یې څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴ تنه نور زخمي شول. لس تنه زخمیان ملکي وګړي دي.

هم داشان د افغانستان په پلازمینې کابل کښې هم نن سهار یو ماین چاودلې چې په کښې دوه ملکیان ژخمي شول.

له دې نه علاوه پرون مازیګر طالبانو د غزني ښار د نوآباد په استوګنو سیمو باندې درې توغندي وتوغول چې له امله یې اووه تنه ملکي وګړي مړه او اووه نور زخمي شوي وو. په مړو کښې درې ښځې او څلور ماشومان وو.