ایران او ازبکستان د بین الافغاني خبرواترو په ضرورت ټینګار لري
د افغانستان په چارو کښې د ایران د خارجه وزیر ځانګړي استازي او د ازبکستان مرستیال خارجه وزیر په افغانستان کښې د تشدد پر ختمیدو او د بین الافغاني خبرواترو په ضرورت ټینګار وکړ.
د افغانستان په چارو کښې د ایران د خارجه وزیر ځانګړي استازي او د ازبکستان مرستیال خارجه وزیر په افغانستان کښې د تشدد پر ختمیدو او د بین الافغاني خبرواترو په ضرورت ټینګار وکړ.
محمد ابراهیم طاهریان فرد او عصمت ایرګاشف د ټیلیفون پرمټ خبرې اترې وکړې او د افغانستان د بدلونونو بهیر په تیره بیا بین الافغاني مذاکرات یې وڅیړل.
دواړو لورو په دغو خبرو کښې د افغانستان د خلکو د ستونزو او مصیبتونو په کمیدو کښې د مهم ګام په توګه د اوربند په ټینګیدو او د تشدد د کمیدو په ضرورت باندې په ټینګار سره خبرې اترې او تفاهم ته رسیدل په دغه هیواد کښې د پایداره ثبات د رامینځته کیدو یوازنۍ ډاډمنه لاره وبلله.
د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو شلو کالو کښې په سیاسي، کلتوري او اقتصادي برخو کښې له افغانستان سره مخ په پراختیا اړیکې لرلې دي او تل یې د دغه هیواد له حکومته په ملاتړ سره، له هغې صلحې ملاتړ کړی دی چې د افغانستان د حکومت او خلکو په مشرۍ وي.