افغان ولسمشر:
خبري اتري د جګړې د ختمېدو یواځنۍ لاره
Nov 10, 2020 13:53 Asia/Kabul
په داسي حال کې چي په افغانستان کې تاوتریخوالې زیاتي شوي افغان ولسمشر د طالبانو څخه د اوربند د ټینګولو غوښتنه وکړه.
د تسنیم د خبري اژانس د راپور سره سم، په افغانستان کې د تاوتریخوالو د زیاتېدو سره سم، اشرف غني د دې هیواد پر امنیتي سرتیرو باندې د طالبانو بریدونه نامشروع وباله.
هغه ټینګار وکړ چي په افغانستان کې د جګړو د ختمېدو یواځنۍ لاره د سولي مذاکرات دی.
د افغانستان ولسمشر وویل: یو ځل بیا د طالبانو څخه غوښتنه کوم چي د جګړې پر ځای د نړیوالو او د افغان حکومت غوښتني ته چي اوربند دی غاړه کښېږدوي.
د راپورونو سره سم، په وروستیو درو میاشتو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالو کچه ۵۰ سلنه زیاته شوې ده.
ټیګونه