د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94140-د_افغانانو_په_مشرۍ_د_سولې_د_هڅو_ملاتړ_کوو
د اوزبکستان ولسمشر شوکت میرضیاییف وایي، چې په راتلونکي پسرلي کې به د افغان سولې لپاره په تاشکند کې یو نړیواله غونډه جوړه کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2020 10:07 Asia/Kabul
  • د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کوو

د اوزبکستان ولسمشر شوکت میرضیاییف وایي، چې په راتلونکي پسرلي کې به د افغان سولې لپاره په تاشکند کې یو نړیواله غونډه جوړه کړي.

اوزبکستان ته د افغانستان افغانستان د مصالحې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله تر سفر وروسته  شوکت میرضیاییف ټینګار کړی چي هیواد یې د افغانانو په مشري د سولي د مذاکراتو څخه ملاتړ کوي.

عبدالله عبدالله په وروستیو ورځو کې ازبکستان ته ولاړ، څو د دغه هېواد له چارواکو سره پر سیمه ییزې اجماع خبرې وکړي. تر دې مخکې عبدالله ورته سفرونه پاکستان او ایران ته کړي وو.