افغانستان کښې یو بل خبریال ووژل شو
یو افغان خبریال پرون په سویلي ولایت هلمند کښې په خپل شخصي موټر کښې د چاودنې له امله وژل شوی دی.
یو افغان خبریال پرون په سویلي ولایت هلمند کښې په خپل شخصي موټر کښې د چاودنې له امله وژل شوی دی.
په هلمند کښې امنیتي سرچینو وویل: الیاس داعي چې د (لیبرتي راډیو) لپاره یې کار کوه، پرون په لشکر ګاه کښې د هغه په موټر کښې د ایښودل شوي بم د چاودیدو له امله ووژل شو.
د صلحې له هغو خبرواترو سره سره چې په دوحه کښې د طالب ډلې او د افغانستان د حکومت ترمینځ روانې دي، په دې وروستیو کښې په دغه هیواد کښې هدفمنې وژلې او ترهګرې حملې او چاودنې ډیرې زیاتې شوې دي.
په کابل کښې د لیبرټي راډیو د دفتر مدیر راتب نوري وویل: ۳۳ کلن الیاس داعي سره له خپل وروره ځايي پریس کلب ته روان و چې د چاودنې له امله دی ووژل شو او ورور یې او دوه تنه نور زخمي شول.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني په یوه خبرپاڼه کښې ویلي چې د الیاس داعي قتل د رسنیو او د بیان د آزادۍ د دښمنانو کار دی.