خلیلزاد د افغان سولي په اړه د ترکي چارواکو سره خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94183-خلیلزاد_د_افغان_سولي_په_اړه_د_ترکي_چارواکو_سره_خبرې_وکړې
په ترکیه کې د امریکا سفارت خبر ورکوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان سولې او ثبات په تړاو له ترکې چارواکو  سره خبر اتري وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 14, 2020 07:04 Asia/Kabul
  • خلیلزاد د افغان سولي په اړه د ترکي چارواکو سره خبرې وکړې

په ترکیه کې د امریکا سفارت خبر ورکوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان سولې او ثبات په تړاو له ترکې چارواکو  سره خبر اتري وکړې.

د یاد سفارت په اعلامیه کې ویل شوي چې ترکي چارواکو په افغانستان کې روان تاوتریخوالي د اندېښنې وړ بللي اود روانې جګړې پر ختمولو یې ټینګار کړی.

خلیلزاد د خپل سفر په ترڅ کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو، د یاد هېواد د جمهور رییس سلاکار ابراهیم کالین او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره پر افغان سولې خبرې کړي دي.

اعلامیه زیاتوي چې خلیلزاد او ترکي چارواکو په دې هم ږغېدلي دي چې ترکیه څنګه له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ په افغانستان کې دواړه خواوې د سیاسي جوړجاړي له لارې د جګړې ختمولو ته هڅولی شی.

د اعلامیې د معلوماتو له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد ترکې هېواد ته درې ورځنی سفر د جمعې ورځ پای ته ورسېد.