ننګرهار کښې د یوې خونړۍ پیښې مخه ونیوې شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94196-ننګرهار_کښې_د_یوې_خونړۍ_پیښې_مخه_ونیوې_شوه
ختیځ ولایت ننګرهار کېښې د یوې سترې خونړۍ ترهګرې چاودنې مخنیوې وشه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 15, 2020 01:56 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښې د یوې خونړۍ پیښې مخه ونیوې شوه

ختیځ ولایت ننګرهار کېښې د یوې سترې خونړۍ ترهګرې چاودنې مخنیوې وشه

د افغانستان دکورنیو چازو د وزارت ویاند طارق ارین وایي پولیسو د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار په نهمه ناحیه کی یو موټر نیولی چی په­کښې پنځه ویشت(۲۵) بورۍ چاودیدونکي توکي، زر فیره د پیکا ماشیندارې مرمۍ، زر فیره د کلاشینکوف مرمۍ او پنځه دماینونو ریموټ کنترولونه تر لاسه شوي دي.

دکورنیو چارو د وزارت ویاند وایي په پام کی وه چی دې موټر ته د جلال اباد ښار په یوه ګڼ میشته سیمه کی چاودنه ورکول شي چی په نیول کیدو سره یې د یوې سترې خونړۍ پیښې مخه ونیول شوه.

خو دکورنیو چازو د وزارت ویاند دا ونه ویل چی له دې موټر سره څوک نیول شوي هم دي که نه.