د افغان ملکي وګړو پر وژله د اسټرالیا اعتراف
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94297-د_افغان_ملکي_وګړو_پر_وژله_د_اسټرالیا_اعتراف
د اسټرالیا د دفاع وزارت یو راپور وایي، باوري شواهد شته چې اسټرالیایي ځواکونو په افغانستان کې د جګړې پر مهال ۳۹ بې ګناه افغانان وژلي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2020 08:31 Asia/Kabul
  • د افغان ملکي وګړو پر وژله د اسټرالیا اعتراف

د اسټرالیا د دفاع وزارت یو راپور وایي، باوري شواهد شته چې اسټرالیایي ځواکونو په افغانستان کې د جګړې پر مهال ۳۹ بې ګناه افغانان وژلي دي.

د دغه هېواد دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ د خپلو سرتېرو د ناوړه چلند په تړاو د څېړنو پایلې خپرې کړې دي.

د ترسره شوو څېړنو پر مهال ۵۷ پېښې څېړل شوې او زرګونه کسانو شاهدي ویلې ده.

د اسټرالیا د دفاع وزیر جنرال انګس کمپبل ویلي چې د هغوی ۲۵ د هوایي ځواکونو سرتېري په یاده پېښه کې ښکېل دي.

بلخوا، د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسون له افغان ولسمشر اشرف غني سره په ټلیفوني خبرو کې په دې اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان د ولسمشریزي ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چي په دې ټلیفوني اړیکه کې د استرالیا لومړي وزیر په افغانستان کې د یو شمېر استرالیایي ځواکونو د جنګي جرمونو په تړاو د تاسف څرګندولو ترڅنګ افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې د هغوی څېړنې به په ښه توګه ترسره او عدالت به تامین شي.

اسټرالیا دا مهال په افغانستان کې ۴۰۰ سرتېري لري چې دنده یې د افغان سرتېرو روزل او هغوی ته سلا مشورې ورکول دي.