د سولې خبرو لپاره باید اوربند وشي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94338-د_سولې_خبرو_لپاره_باید_اوربند_وشي
د افغانستان ولسمشر د ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي تر څو یاده ډله اوربند ته غاړه کښېږدي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2020 13:17 Asia/Kabul
  • د سولې خبرو لپاره باید اوربند وشي

د افغانستان ولسمشر د ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي تر څو یاده ډله اوربند ته غاړه کښېږدي.

د افغانستان د ولسمشریزي ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په ویډیویي بڼه خبرې کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې افغان ولسمشر د خپلو خبرو پر مهال وویل چې سوله ورته لومړیتوب لري، خو طالبانو هغه شرطونه نه دي پوره کړي چې پر یادې ډلې لګول شوي وو، باید د دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي شي،.

اشرف غني پر طالبانو باندې د لګول شویو پابندیو ته په اشارې سره زیاته کړه په بندیزونو کې یوازې هغه مهال بدلون راتلای شي چې د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسي.

د افغانستان ولسمشر همدارنګه د تاوتریخوالي پر زیاتیدو اندېښنه وښوده او ټینګار یې وکړ چې طالبان باید اوربند وکړي او د سولې لپاره ګډ کار ته غاړه  کېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې له دوو میاشتو له ځنډ وروسته د بین الافغاني خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی شوی او د راپورونو له مخې دواړو خواوو په څلور اصولو هوکړه کړې ده.