کابل کښې بله چاودنه وشوه
Nov 29, 2020 01:59 Asia/Kabul
بیګا یوې بلې چاودنې د کابل ښار ولړزوه
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وویل چې تیر ماښام کابو شپږ بجې د کابل ښار په دیوان بیګي سیمه کښې په یو ګاډي کښې د مقناطیسي بم چاودنه وشوه.
د چاودنې ځینې شاهدان وايي چې په دغې پیښې کښې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې قومندان ځلمی زخمي شوی دی.
پرون سهار هم په کابل ښار کښې د دوو پرله پسې چاودنو له امله لږترلږه اووه کسان زخمي شوي وو.
د دغو وچاودنو پړه تراوسه چا نه ده منلې.
ټیګونه