د افغانستان پارلمان د بهرنیو ځواکونو د محاکمې غوښتنه کړې
د افغانستان د پارلمان استازو ویلي: ټول هغه بهرني سرتېري باید محاکمه شي چې په افغانستان کې په جنګي جنایتونو کې ښکېل دي.
په افغانستان کې د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې په دې وروستیو کې د ځینو بهرنیو ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
هغوی وایي نړیوال محاکم او د بشري حقونو په برخه کې فعال بنسټونه باید دغه جنایتونه وڅاري او په اړه یې خپل دريځ روښانه کړي.
افغانستان د ولسي جرګې غړو دغه راز د هغو هېوادونو له حقوقي فعالینو او محاکمو هم د عدالت غوښتنه کړې چې سرتېري یې په افغانستان کې په جنګي جنایتونو کې ښکېل دي.
په دې وروستیو کې په استرالیا کې یوې څېړنې ومونده چې ددغه هېواد سرتېري په افغانستان کې په جنګي جنایتونو او د ملکي وګړو په وژلو کې ښکېل وو.
دوی تر دې دمه ۳۹ داسې قضیې څېړل شوې چې په هغه کې استرالیايي ځواکونو د افغانستان په اروزګان ولایت کې د خپل ماموریت پر مهال ملکي وګړي وژلي دي.