د افغانستان خارجه وزیر د فخري زاده ټرور وغاند
Dec 02, 2020 01:16 Asia/Kabul
اریا نیوز خبري اژانس وايي د افغانستان خارجه وزیر محمد حنیف اتمر پرون د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره په ټیلي فوني خبرو کښې د اټومي ساینس پوه محسن فخري زاده د ټرور په هکله د افغانستان د خلکو خواخوږي اعلان کړه او دغه ټرور یې وغاند .
د افغانستان د باندنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې زر د شهید فخري زاده د ټرور عاملان او امران وپيژندل شي او سزا شي .
له دې مخکې د افغانستان خارجه وزارت ، سیاسي او مذهبي ګوندونو او شخصیتونو د شهید فخري زاد د ټرور د غندلو په ترڅ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له حکومت او ملت سره خواخوږي اعلان کړي وه .
ټیګونه