اشرف غني او عبدالله عبدالله نن غونډه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94624
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني له نهو (۹) میاشتو وروسته نن د لومړي ځل لپاره د ملي روغې جوړې د لوړې شورا د غونډې کوربه کیږي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 05, 2020 04:53 Asia/Kabul
  • اشرف غني او عبدالله عبدالله نن غونډه کوي

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني له نهو (۹) میاشتو وروسته نن د لومړي ځل لپاره د ملي روغې جوړې د لوړې شورا د غونډې کوربه کیږي .

د افغانستان د ملي روغې جوړې د شورا ویاند فریدون خوزون وویل د دغه شورا غونډه به نن د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې وشي .

د افغانستان د سولې د خبرو اترو بهیر ، د سولې د خبرو اترو په دوام باندې  د خلکو بدبینۍ ، د حکومت د وسله والو مخالفانو د حملو او د جنګونو دوام او د ملکي خلکو وژله د ولسمشر اشرف غني او د ملي روغې جوړې د لوړې شورا د مشر عبدالله عبدالله د بحث وړ ترټولو مهمې موضوعګانې دي .

د افغانستان د ملي روغې جوړې د شورا د بشپړولو لپاره د خارجي او د داخلي دباونو له زیاتیدا وروسته عبدالله عبدالله څه موده مخکې له یوشمیر نیوکه کونکو کسانو او سیاسي او جهادي شخصیتونو سره کتنې وکړې او د دغه شورا د رهبرۍ د غړیو د جوړښت په هکله یې وسره خبرې وکړې .