د قندهار د دامان پر ولسوالۍ ودانۍ چاودنه شوې
Dec 07, 2020 10:14 Asia/Kabul
د افغانستان په سویل کښې د قندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کښې د پولیسو د قومندانۍ په ودانۍ باندې ترهګره چاودنه شوې ده
د افغانستان په سویل کښې د قندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کښې د ولسوالۍ په ودانۍ باندې ترهګره چاودنه شوې ده
آوا خبري آژانس لیکلي دي چې په قندهار ولایت کښې د (دامان) ولسوالۍ د ودانۍ په خوا کښې نن سهار شل باندې لس بجې (۱۰:۲۰) د موټر بم چاودنه وشوه.
تر دې دمه د یادې چاودنې د مړو او زخمیانو د شمیر په هکله کره معلومات نه دي ترلاسه شوې او د چاودنې پړه هم چا نه ده منلې.
ټیګونه