په کابل کښې ترهه ګريزه چاودنه
Dec 15, 2020 08:46 Asia/Kabul
د کابل د ولسوال مرستيال د بم اېښودل شوي موټر د چاودېدو له امله ووژل شو.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وويل، نن سحر د کابل د والي د مرستيال محبوب ا.... محبي په موټر کښې د اېښودل شوي مقناطيني بم د چاودنې له امله هغه او ورسره د هغه د دفتر مشر ووژل شول.
په دغه چاودنه کښې د هغه دوه محافظان هم ژوبل شول.
له بلې خوا نن سحر د کابل ښار د ختيځ په بت خاک سيمه کښې د ناپېژندل شويو وسله والو کسانو په حمله کښې يو افغان پوليس ووژل شو او يو بل هم ژوبل شو.
تر اوسه چا کس يا ډلې د دغې ترهه ګريزې چاودنې او حملې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.
ټیګونه