کابل کښې نن سهار بیا چاودنه شوې ده
Dec 16, 2020 10:36 Asia/Kabul
د افغانستان په پلازمینې کابل ښار کښې د نن سهار د چاودنې له امله دوه تنه ژوبل شول
د افغانستان په پلازمینې کابل ښار کښې د نن سهار د چاودنې له امله دوه تنه ژوبل شول
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وویل چې دغه چاودنه د افغانستان د پلازمینې د یوولسمې امنیتي حوزې په (پنجصد فامیلي) سیمه کښې رامینځته شوه چې په کښې یو موټر د مقناطیسي بم هدف وګرځیده.
د کابل پولیسو د زخمیانو هویت نه دی اعلان کړی.
پرون هم په کابل کښې د مقناطیسي بم په چاودنه کښې د کابل د والي مرستیال او د هغه د دفتر مشر وژل شوي وو.
هم داشان د افغانستان څارنوال حشمت الله دقیق ملک زاده پرون د کابل په پنځلسمې امنیتي حوزې کښې د نامعلومو کسانو په ډزو وژل شوی دی.
ټیګونه